د روم بادشاہ وۂ چې نامہ ئې کشور وہ۔ ھغۂ غټہ بادشاھي وہ خو بچے ئې نۂ وۂ، ډېر منتونہ او دعاګانو نہ پس بھرام اوشو۔ ډېر پہ ناز ئې سترولو او ډېر ھنرونہ ئې پہ زدہ کول۔ شاہ سوار وۂ، تیر انداز وۂ، تورزن وۂ او داھسې پھلوان چې پھلوانو بہ ترېنہ یرہ کولہ۔ چې ښۂ منصفانو پہ ھرہ پېمانہ پورہ موندۂ نو پلار ئې پند ورتہ اوکو چې د رعیت پرورش کوہ او د مظلومو آزار مہ اخلہ۔
بھرام پلار تہ خواھش ظاھر کړو چې صحرا پہ سېل تلل غواړم۔ پلار ئې سرہ د لښکر رخصت کړو۔ پہ لارہ کې زمرے اودۂ وۂ لښکر نہ څوک نزدې نۂ ورتلې شو نو بھرام لہ میانہ تورہ راوباسۂ او زمري لہ ورغلو، زمري پرې ګواز اوکو خو بھرام د شاتہ پښو نہ ونیو او پہ زمکہ ئې را ګواز کو او بیا ئې پہ تورہ باندې مړ کړو۔ د بھرام پہ وېنا دغہ مړ زمرے بادشاہ مخکښې تہ حاضر کړې شو، بادشاہ مطمئن شو چې بچې مې بھادر دے۔
یوہ ورځ ھوسۍ پسې روان وۂ نو دومرہ تېز شو پسې چې خپل لښکر ئې شاتہ پرېښودو، تلو تلو چې آخر ئې پہ غر کښې یو عمارت باندې نظر شو ھلتہ لاړو نو یوہ ښائستہ څھرہ ئې ولیدہ چې جامې ئې د انسانانو وې۔ دننہ یو سپین ږیري ناست وۂ ھغہ نہ ئې تپوس اوکو چې دا څوک دہ او تۂ ولې داسې ورتہ ناست ئي؟ ھغہ ورتہ وئیل دا ګل اندامہ دہ، د چین بادشاہ فغفور لور دہ۔ بادشاھان او شھزادګان پہ ستړي شول چا تہ ھم ګل اندامہ خپل ځان نۂ ورکئی۔ ما دا څھرہ پہ یو زرګر باندې جوړہ کړې او خپل ټول مال مې پہ شیندلې۔ اوس دلتہ ناست یم او دې تہ ګورم۔
بھرام پہ څھرې مئین شو او ھغہ کس تہ ئې وئیل ماتہ لارہ اوښایہ زۂ پسې ځم ھغہ منع کولو خو بھرام زړہ تہ ګل اندامہ
ګډہ شوې وہ۔ لار ئې ورتہ سمہ کړہ او دے روان شو۔ یو میاشت مزل نہ پس یو باغ تہ ورسېدو او ھلتہ دمہ شو۔ پہ دغہ منځ کې یو ښځہ رالہ سرہ د ډوډۍ او دۂ تہ ئې اووئېل چې دا اوخورہ او دلتہ نہ ځہ۔ چې تپوس ئې اوکو دا چا رالېږلې دہ؟ ھغې ورتہ وئېل د باغ د صیفور ښاپیري دے او ھغہ څلور وړونہ دي او زۂ د ھغو خور سراسیا دائي یم۔ بھرام خواړۂ اوکړل او دعا ئې اوکړہ۔ دائي محل تہ لاړہ او سراسیا تہ ئې د بھرام ټول حال ووې۔
بھرام پہ باغ کې ناست وۂ چې یو شور شو او پہ قھردار غږ کې صېفور خپل رور شماس تہ نارہ کړہ چې دا کس ماتہ حاضر کا او یا ئې سر ماتہ راوړہ۔ شماس چې پہ بھرام ګوزار اوکو نو بھرام شماس زمکې تہ لاندې کړو او بیا ئې پہ ونې پورې وتړلو۔ داسې بل رالو او ھغہ ئې پہ ونہ پورې وتړلو او پہ آخر کې ئې صېفور ھم ونہ پورې وتړلو۔ دۂ پہ تورہ ورنہ سرونہ قلم کول چې برہ نہ پې غږ اوشو چې تا د پلار پند ھېر کو چې عاجزو باندې رحم بویہ او دشمن سرہ نیکي کړہ؟ پتہ اولګېدہ چې دا غږ د سراسیا وو او بھرام پہ تپوس سراسیا ورتہ اوئېل چې کلہ پلار تا تہ دغہ پند کولو زۂ ھغلتہ وم۔ زما وړونہ وبخښہ بیا بہ داسې نۂ کئی۔ د سراسیا پہ ضمانت ئې پرېښودل او لاړو ترېنہ۔ صېفور پسې لاړو او پښو تہ ورلاندې شو او ورتہ ئې اوئېل بیا بہ داسې نۂ کوو۔ شپې تہ یې حصار کړلو ټولہ شپہ سرودونہ وو نندارې وې۔ چې کلہ بھرام رخصت ورنہ غوښتو نو صېفور ورنہ عرض اوکړو چې دلتہ یو دېو دے افراد نوم ئې دے مونږ ډېر تنګئی تاسو مونږ ورنہ پہ امن کې کئی۔ سرہ د لښکرہ بھرام او صېفور دېو غر تہ ورنزدې شول نو بھرام یوازې وردننہ شو او
ګوړي چې دېو اودۂ دے او یوہ ښائستہ ښاپېرۍ ئې بندیوان کړې دہ۔ ښاپېرۍ ورتہ وئیل دلتہ نہ لاړ شہ کہ پاڅېدو نو خېر دې نشتہ۔ دۂ ورتہ وئیل زۂ راغلې دۂ پسې یم، نو ښاپېرۍ ورتہ وائي اوس ئې وخت دے ګوزار پہ کوہ کہ یو واري پاڅېدو نو بیا بہ ئې مخہ نۂ اوینې۔ دۂ ورتہ وئیل دا د بزدلانو کار دے۔ دېو دونہ غټ وۂ چې پہ یو تخت یې سر وۂ نو پہ بل یې پښې۔ دۂ دېو پاڅولو نو دېو پہ دۂ ګوزار اوکړو دۂ ځان پہ ھنر ترېنہ بچ کړو او تورہ ئې پہ دېو سر کې دننہ کړہ، دېو ډېر زور کولو نہ پس پہ آرام شو۔ بھرام ښاپېرۍ چې نامہ ئې روح افزا وہ صېفور تہ حوالہ کړہ۔ پہ رخصت وخت کښې شماس خپل ویښتۂ ورکړل او ورتہ ئې اوئېل چې کلہ دغہ ويښتو نہ یو وسوې نو زۂ بہ حاضر شم۔ تلو تلو چې آخر کار چین تہ ورسېدو او څۂ ګوري چې دواړہ طرف نہ لښکر سرہ پہ جګرہ دي او دے ئې برہ نہ نندارہ کئی۔ ماښام سرہ جنګ سوړ شو او دوي خپل خپل مړي ځان سرہ یووړل۔ دے قلې تہ وردننہ شو او اورنګ نامې څوکیدار سرہ کیناستو او ھغہ نہ ئې د جنګ پہ حقلہ تپوس اوکو نو ھغۂ ورتہ وئېل چې د بلغار شھزادہ بھزاد ګل اندامې سرہ وادۂ پہ نیت راغلې وۂ نو پہ انکار غوسہ شو او لښکر ئې پسې راوستو او اوس د فغفور بادشاہ دونہ وس نۂ رسي چې بھزاد مخ نیوې وکي۔ بھرام د فقیرانو جامې واغوستلې او بھزاد لښکر حال یې معلوم کړو۔ سبا سحر جګړا نۂ اوشوہ او ماښام کې دۂ تہ د شماس ھغۂ ويښتۂ وریاد شو او پہ اور ئې وسوو۔ سماش سرہ د لښکرہ رالو او شپې شپې ئې د بھزاد پہ لښکر باندې ھغہ چارې اوکړې چې تپوس ئې مۂ کوہ او بھرام د بھزاد سر پہ نېزہ پورې کو او ورسرہ ئې خپلہ نامہ اولیکلہ۔ سحر خلک حېرانہ وو چې دا څنګہ اوشو او چا اوکړل نو پہ دغۂ منځ کښې بھزاد سر سرہ خط موندۂ شو او وزیر ورتہ اوئېل دغہ ضرور د اسمان د طرفہ مدد راغلې دې۔ دغہ خط ئې خزانچي تہ ورکړو او بھرام د فقیر پہ جامو کې د ګل اندامې در ونیوو۔ ګل اندامہ پہ میاشت کې یو ځل خلکو تہ ځان ښکارہ کوو نو بھرام ھم ھغہ مېدان تہ لاړو او ګل اندامې لیدو سرہ ئې عشق اور ئې پہ سینہ کې نورہ تېز شو۔ وخت تېرېدو چې بیا دا وخت رالو او دي ځل ګل اندامې پہ بھرام نظر شو او ھغہ وخت ورباندې مئینہ شوہ۔ پہ زړۂ رنځورہ شوہ او خپلې دائي تہ وائي دا رکیبۍ والہ او چې څوک ھم ھغہ ورځ مېدان تہ راغلي وو ھغو نہ یوہ یوہ نخښہ رواخلہ۔ دغہ رکیبۍ کې بھرام خپلہ د لعل ګوتې کېښودہ۔ ګل اندامې پہ دغہ لعل نظر شو او دائي تہ وائي دا د چا دې؟ ھغۂ ورتہ وئېل دا د فقیر دے۔ ھغې شک شو چې دا فقیر نشي کېدائې ځکہ چې دا ډېر قیمتي لعل دے۔ خېر ګل اندامې د دائي پہ لاس بھرام سرہ خط و کتابت شروع کړو۔ بھرام ورتہ خپلې مینې اظھار اوکو او ګل اندامہ ورتہ وائې فقیرہ ځہ ځہ خپلہ ګړدہ کوہ زما مئین پہ اسمان کې اوسي د بھزاد نہ عبرت واخلہ۔ آخر بھرام ورتہ ځان اوښئ چې ھغہ بھرام زۂ یم کہ یقین دې نۂ راځي نو ھغہ خزانچي سرہ کوم خط دے ھغہ سرہ زما لیکل اوګورہ۔ ګل اندامې تہ یقین راشي او دۂ تہ وائي داسې فقیر اوسہ بیا بہ مونږ دیدن کیږي۔
پہ دغہ وخت کې کشور بادشاہ وفد د شپرنګ پہ مشرۍ کې راشي او بھرام تپوس اوکي۔ بادشاہ ورتہ وائي ھغہ خو چا نۂ دې لیدلې او مونږ سرہ ئې یوازې یو خط دے۔ ھغہ خط شپرنګ تہ پېښ شي او شپرنګ ورتہ اوائي چې دغہ لیکل خو د کشور بادشاہ زوي بھرام دي۔ بھرام د ګل اندامې در نہ راپېدا کي او فغفور بادشاہ ورتہ اوائي چې دا ټول تا یوازې څنګہ اوکړل؟ بھرام ورتہ شماس ويښتۂ وسوي او لښکر راشي، تورې تریې جوړې کړي، ټول چین پہ یرہ کې ګرفتار شي نو فغفور پہ وېنا بھرام شماس تہ اوائي چې لښکر دې څنګ تہ کا۔ پہ دغہ منځ کښې د بھزاد رور نوشاد سرہ د غټ لښکر پہ دوي راپېښ شي او بھرام د نوشاد کیسہ پہ خپلہ ختمہ کي۔ شپرنګ د ګل اندامې لاس د فغفور بادشاہ نہ د بھرام دپارہ اوغواړي او د ھغۂ پہ رضا بھرام ګل اندامہ ځان سرہ روم تہ بوځي۔
Comments