یوہ جینکۍ وہ چې نامہ ئې پھبّو وہ۔ دا بہ گرہ ورځ د ګلونو ټولولو دپارہ ځنګل تہ تلا۔ یوہ ورځ دېو دا ولیدہ او خوښہ ئې شوہ۔ نو دۂ بہ ھغې سرہ ښۂ سلوک کولو او پہ ګلونو ټولولو کښې بہ ئې مدد ورسرہ کولو۔ دوي ملګري جوړ شول۔
پہ ھر حال، دۂ بہ تل پہ زړۂ کښې دا سوچ کولو چې “څونہ ښائستہ جینۍ دہ چې زۂ بہ ئې څنګہ خوړل خوښوم”۔
یوہ ورځ دۂ ھغې تہ اووئېل، ”پھبّو، تۂ ډېرہ ښائستہ یې، زۂ تا سرہ دومرہ مینہ کوم چې زۂ تا خوړلې شم”۔
ھغہ لږہ حېرانہ شوہ خو دے ئې پہ ځان پوھہ نۂ کړو او ورتہ ئې اووئېل “سمہ دہ، تۂ نن شپې مونږ کور تہ راشہ بیا ما خوړلې شې”۔
لږ شان حېرانہ او ډېر خوشحالہ دۂ ورتہ اووئېل چې “ زۂ بہ درځم۔ ور ماتہ خلاص پرېږدہ”۔
جینکۍ ژر ژر کور تہ لاړہ او مور تہ ئې غونډہ کیسہ تېرہ کړلہ۔ مور ئې یوہ منصوبہ جوړہ کړلہ۔ ھغې ډېرہ ګوړہ راوړہ او ویلې ئې کړہ او پھبّو ھومرہ مجسمہ ئې ورنہ جوړہ کړہ۔ د ھغې مور برہ چت باندې دا مجسمہ د پھبّو پہ کټ کښې کېښودہ او څادرو باندې ئې پټ کړلہ۔ ھغې پھبّو پوھہ کړہ چې کټ لاندې بہ پټہ شې او کہ او کہ دۂ خبرې درسرہ کولې نو تۂ ھم ورسرہ کوہ۔
د ھغې مور د ګوړې ښۂ ډېر شربت ھم جوړ کړو ډېر منګي ئې ترېنہ ډک کړل او پہ پوړۍ کښې ئې کېښودل۔
ماښام نہ پس دېو د پھبّو کور چت تہ راغلو۔ ھغۂ تپوس اوکو “ پھبّو خوږې، کوم ځاۓ نہ دې خوړل پېل کړم، اول سر کہ اول پښې؟” پھبّو ورتہ اووئېل “پښو نہ مې پېل والا وېو، چې مونږ ورسرہ سرہ خبرې ھم کوو، پہ ھر حال، مونږ ملګري یو، کہ نۂ یو؟”۔
دېو د مجسمې نہ یو چک والي۔ “ام، ډېر خوندور! تۂ ډېرہ خوږہ ئې پھبّو، دا ځکہ ئې ستا خبرې تل دومرہ خوږې وي۔” دېو خوړہ خوړہ چې تږې شو۔
دېو پہ پوړۍ باندې لاندې راکوز شو او ګېر چاپېرہ اوبو تہ ډېر خوشحالہ شو۔ یو منګې ئې رواخېستۂ او پہ سر ئې واړولو۔ پہ ھر حال، دے لہ تږې وۂ۔ د دومرہ ډېرہ ګوړہ خوړلو نہ پس دۂ تہ اوبۂ پکار وې نۂ کہ نورہ خوږ شربت۔ خېر دۂ بل منګې پہ سر واړولو، بل او بیا داسې بل۔ څلور واړو منګو کښې شربت ختمولو نہ پس د دۂ خېټہ ډډہ شوہ او دے ګرځېدے نۂ شو۔
پھبّو کور والہ پسې راوتل او ئې نیوو او مړ ئې کړلو۔ د پھبّو مور ھوښیارۍ د پھبّو ژوند وساتلو۔
Comments